لوګر کې د مسعینک تر سرلیک لاندې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو درې ورځنی ملي نندارتون د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رياست په مرسته پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د دغې نندارتون په پرلنیتې مراسمو کې وویل، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بېکیفیته توکو د وارداتو له امله له سختو اقتصادي روغتیایي زیانونو سره مخ شوی و او د نورو هېوادونو لپاره د بېکیفیته موادو د پلور بازار و، خو د ا.ا له راتګ سره دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.
همداراز د لوګر مرستیال والي محمدانور دینپرور د کورنیو تولیداتو د ملي نندارتون د پرانیستې غونډې په وینا کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه د اقتصاد د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره ارزښتناک دي.
په لوګر کې د کورنیو تولیداتو دغه نندارتون د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا په مرکز پلعلم پرلاره ښار کې پر لاره اچول شوی دی.
د یادولو ده، چې په دغه نندارتون کې له شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزیجات، لاسي صنایع او نور صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شول او دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.


