تېره شپه د پروان ولایت په «شینوارو» ولسوالۍ کې د لاسيبم چاودنې له امله نهه کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، فضلالرحیم مسکینیار خامهپریس ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا اووهنیمې بجې د شینوارو ولسوالۍ په «باغافغان» سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا چې له پېښې وروسته د امنیې قوماندانۍ کسان سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.
فضلالرحیم مسکینیار ویلي: “د لومړنیو څیړنو او عیني شاهدانو په وینا چې پیښه جومات ته د داخلیدونکي کس له لوري د هغه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده (لاسي بم ترې پر ځمکه لویدلی دی) چې په پایله کې (۹) تنه د سیمې وګړي سطحي زخمیان شوي دي.“
د پروان امنیې قوماندانۍ مسوولینو دا هم ویلي چې د پېښې په تړاو یې تر دې دمه څوک نه دي نیولي، خو وایي د امنیتي ځواکونو څېړنې پیل شوې دي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لاسيبمونو او نورو چاودېدونکو توکو له امله وخت ناوخت هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده چې په دا ډول پېښو کې تر ډېره ماشومانو ته مرګژوبله اوړي.


