خانهافغانستاند خوړو او درملو بورډ غونډه کې پر باکیفیته او بې‌کیفیته درملو...

د خوړو او درملو بورډ غونډه کې پر باکیفیته او بې‌کیفیته درملو بحث شوی

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو بورډ په نننۍ غونډه کې د بې‌کیفیته او باکیفیته درملو په اړه بحث او پرېکړې شوې دي. 

د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي چې په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي او بیا په مجاز لېست کې د باکیفیته، ګټورو او په نړیوالو معیارونو برابر د اړینو درملو او همداراز په غیرمجاز لېست کې د بې کيفيته، مضرو، په شرایطو د نابرابرو او غیرضروري درملو  پر شاملولو بحث شوی دی.

د نوموړي په وینا چې دا غونډه نن (یکشنبې، تلې ۲۷مه) د ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې وه. 

حمدالله فطرت دا هم ویلي چې په یاده غونډه کې پورتنیو مواردو هر اړخيزه ارزونه شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې نیول شوې دي.

د یادولو ده چې اسلامي امارت تر دې مخکې هم په هېواد کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکو د مخنیوي او له منځه‌وړلو په برخه کې هڅې زیاتې کړې وې.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه