خانهافغانستانافغان «شاهد خروټي» پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه

افغان «شاهد خروټي» پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړي «شاهد خروټي» نن د پاکستان «ایبت‌اباد» ښار په یو سازمان کې پاکستاني سیال ته ماتې ورکړې ده.

دا لوبه نن (یکشنبې، تلې ۲۷مه) ماښام مهال ماښام مهال په پاکستان کې شوې او خروټي پکې بریا خپله کړې ده.

شاهد خروټي تر دې لوبې مخکې ویلي وو چې نوموړی به نن په داسې حال کې د سیالۍ ډګر ته ځي چې د ۶۶ کیلو په وزن دوه نور پاکستاني سیالان یې لوبې ته حاضر نه دي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې هغه کس به ورسره مخامخ کېږي چې له ده څخه په وزن کې ډېر دی. 

د معلوماتو پر اساس چې شاهد خروټي تر دې مخکې ټولې ۱۸ لوبې کړې چې ۱۶ یې فری فایټ او دوه یې د سوک‌وهنې دي.

ښاغلي خروټي همداراز په فری فایټ کې ۱۵ ګټلې او یوه یې بایللې ده، خو د سوک‌وهنې دواړه لوبې یې ګټلې دي.

د خامه‌پریس د مخکني راپور له مخې دا یادونه هم ضرور ده چې شاهد خروټي د روان میلادي کال په مې میاشت کې د «PPBA» سازمان په چوکاټ کې هم د سوک‌وهنې په ډګر کې خپل پاکستاني سیال ته ماته ورکولو سره کمربند خپل کړی و.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه