خانهافغانستاند سالنګ لویه لار نه ده تړل شوې؛ هېوادوال پرې تګ راتګ...

د سالنګ لویه لار نه ده تړل شوې؛ هېوادوال پرې تګ راتګ کولای شي

څو ورځې مخکې د بیارغونې په موخه د سالنګ لویې لارې د تړل‌کېدو خبر خپور شوی و، خو تازه یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې دا لاره به تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې وي او هېوادوال پرې ډاډه سفر کولای شي.
سرچینې لیکلي چې د سالنګ لویې لارې بندولو پرېکړه ځنډول شوې او دغه مسیر به تر بلې خبرتیا د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې وي.
سرچینې لیکلي چې د سالنګ لویه ‌لار به تر بلې خبرتیا د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې وي او اوسمهال پرې هېوادوال له اندېښنې پرته تګ راتګ کولای شي.
څو ورځې مخکې د ټولګټو وزارت اعلان کړی و چې د تلې له ۲۷مې بیا د لړم تر ۶مې به د لسو ورځو لپاره د سالنګ لویه‌ لار «د سالنګ تونل دننه برخې کانکرېټولو او قیر اچولو» د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وي، او تر رغولو پورې دې هېوادوال له بدیلو لارو استفاده وکړي.
د ویلو ده چې د سالنګ بدیلې لارې، دوشي – بامیان دي چې د ژمي په موسم کې پرې تګ راتګ وخت ناوخت هېوادوال له ستونزو سره مخ کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه