خانهافغانستاناروپايي هېوادونه وایي، د ناقانونه افغان کډوالو بېرته ستنولو پروسه دې پیل...

اروپايي هېوادونه وایي، د ناقانونه افغان کډوالو بېرته ستنولو پروسه دې پیل شي

شلو اروپايي هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه وغوښتل، د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره یو پلان جوړ کړي چې په اروپا کې قانوني استوګنه نه لري.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمیشنر مګنوس برونر ته په یوه ګډ لیک کې، د اروپايي ټولنې د پناه‌غوښتنې او کډوالو ۲۰ وزیرانو د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د یو روښانه میکانیزم اړتیا باندې ټینګار وکړ.د دوی په وینا، دا ستنول په رضاکارانه یا اجباري ډول وي، خو باید پلي شي.

د بلجیم د پناه‌غوښتنې او کډوالۍ فدرالي وزیرې انیلین ون بوسویت وویل چې هېوادونو پر اروپايي کمېسیون فشار راوړی چې د افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره عملي لارې ومومي، حتی که دا پروسه د افغان چارواکو سره خبرو اترو ته اړتیا ولري.

اتریش، جرمني، یونان، سویډن، ناروې، ایټالیا، هالنډ، فنلینډ او د اروپايي ټولنې یو شمېر نورو غړو هېوادونو د دې وړاندیز ملاتړ وکړ. د دې هېوادونو چارواکي په دې باور دي چې د قانوني استوګنې پرته د کډوالو دوامداره شتون کولی شي داخلي امنیت ننګوي او د پناه‌غوښتنې په سیسټم کې د خلکو باور کم کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د ا.ا واک ته رسېدو راهیسې، ډېری اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو پروسه ځنډولې ده. د بروکسل او کابل ترمنځ د رسمي هوکړې نشتوالي د راستنېدو پلانونو پلي کولو کې خنډ رامنځته کړی دی. اوس، په اروپا کې د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو شمېر په زیاتېدو سره، د راستنېدو د بیا پیل کولو په اړه بحث یو ځل بیا ګرم شوی، او وړاندیز شوی چې د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې د رضاکارانه راستنېدو په تنظیم کې زیات فعال رول ولوبوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه