خانهافغانستانهېواد ته له بېلابېلو لارو ۱۰۸ نورې کډوالۍ کورنۍ راستنې شوې

هېواد ته له بېلابېلو لارو ۱۰۸ نورې کډوالۍ کورنۍ راستنې شوې

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام، پرون د نیمروز، هرات او هلمند له لارو ۱۰۸ نورې کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. 

د ا.ا باختر اژانس د راپور له مخې چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۰ ، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۲ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې دا ۱۰۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، او د دې ترڅنګ  ۳۰ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي. د راپورونو له مخې چې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې له ایران څخه نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال را ایستل شوي دي. 

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو جبري را ایستل که څه هم د کډوالو چارو نړیوالو ادارو او بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوي، خو ګاونډیو هېوادونو بار بار د ټولو افغان کډوالو پر ایستل ټینګار کړی دی. 

بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د راستنېدونکو هېوادوالو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی. 

د ویلو ده چې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان کډوالو لپاره ښارګوټي هم جوړ شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه