خانهافغانستانخلیلزاد: ولې دا د پاکستان لپاره د منلو نه ده چې یو...

خلیلزاد: ولې دا د پاکستان لپاره د منلو نه ده چې یو ګاونډی هیواد په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي؟

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ‘د پاکستان پوځي رژیم لخوا په پکتیکا کې د ملکي وګړو او کرکټ لوبغاړو شهادت ته په اشارې’ پوښتنه کړې چې ولې دا د پاکستان لپاره د منلو وړ نه ده چې یو ګاونډی هیواد چې له کلونو راهیسې یې د ځپلو هڅه کړې اوس باید په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي؟

زلمي خلیلزاد په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې قطر دواړه هېوادونه قانع کړای شول چې  ۴۸ ساعته اوربند وغځوي، خو پاکستان ترې سرغړونه وکړه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان ریښتینی ګاونډی دی؟ که داسې وي، نو باید په افغانستان برید ودروي.

خلیلزاد زیاته کړه: “ایا پاکستان یو صادق ګاونډی دی؟ که داسې وي، نو باید پر افغانستان خپل بریدونه ودروي، په خپل هیواد کې د ناکراریو مسوولیت ومني، او اوربند ته درناوی وکړي.”

د برید په غبرګون کې، زلمي خلیلزاد پاکستان ته ویلي چې د افغانستان خلک لا دمخه له ډیرو ننګونو سره مخ دي؛ پاکستان لا دمخه په «ظالمانه» ډول له یو میلیون څخه ډیر افغان کډوال ایستلي دي، پداسې حال کې چې افغانستان د دوی د بیا جذبولو لپاره مبارزه کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه