خانهنړۍد اوکراین جګړه؛ ټرمپ او پوتین بیا ټیلفوني غږېدلي 

د اوکراین جګړه؛ ټرمپ او پوتین بیا ټیلفوني غږېدلي 

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو په اړه د نړیوالو هڅو په دوام، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې له ولمسشر، ولادیمیر پوتین سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ټاکل شوې دا ځل به له «ولادیمیر پوتین» سره په «مجارستان» کې له نږدې وویني.

د امریکا ولسمشر که څه هم دا نه دي ویلي چې د روسیې له ولسمشر سره به څه وخت مخامخ لیدنه کوي، خو ټینګار یې کړی چې نور باید د اوکراین جګړه پایته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ له تېرو څو میاشتو راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې د پایته‌رسولو لپاره هڅې پراخې کړې او په دې اړه یې څو ځلې له ولادیمیر پوتین سره ټیلفوني مذاکرات او مخامخ کتنې هم کړې دي.

د ویلو ده چې د اوکراین جګړې په اړه په «الاسکا» کې د ټرمپ او پوتین کتنه دواړو هېوادونو ګټوره بللې وه، خو د میاشتو په تېرېدو لا هم د دې جګړې د پایته‌رسېدو کومې نښې نه لیدل کېږي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي بار بار ټینګار کړی چې د روانې جګړې د پایته‌رسېدو په اړه هر ډول مذاکرات باید له اوکرایني استازو پرته ونشي، ګېني دوی ته به د منلو نه وي. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه