اسلام اباد د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د د خپل قونسګلری کاروککونی د وژنې پر وړاندې تند غبرګون وښود او پر افغان چارواکو غږ ترڅو د پیښې د عاملینو پر خلاف ژر اقدمات پورته کړي.

د پاکستان دبهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت منشي تهمینه جنجوا د پیښې په تړاو د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستان حکومت سخت اعتراض وړاندې کړی دی.

خبرپانه زیاتوي، چې میرمن جنجوا د افغان پر چارواکو غږ وکړ ترڅو د پاکستاني ډیپلوماټانو او سیاسي نمایند ګیو د امنیت په خاطر هر اړخیزه اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستانیو ویزو لګولو دغه کارکوونکی چې دیپلومات نه دی، نن د اصولو خلاف پرته له دې چې امنیتي ارګانونه جریان کې کړي، جلال اباد ښار ته په سودا پسې وتلی و، چې بهر يې د دوه ساعته ځنډ تېرولو وروسته په دریمه ناحیه کې خپل استوګن ځای ته د راګرځېدو پر مهال پرې برید شوی.

هغ زیاته کړه، چې د پاکستان قونسلګرۍ دغه کارمند له اره د پاکستان د مرکز اسلام اباد اوسېدونکی دی، چې اوس یې جلال اباد کې د هغه هېواد په قونسلګرۍ کې کار کاوه.

تر اوسه د دغه برید مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.