خانهافغانستانایران کې بیا یو افغان اعدام شوی

ایران کې بیا یو افغان اعدام شوی

د «هه‌نګاو» په نوم د ایران پر بشري حقونو د څار سازمان وایي چې پرون په یاد هېواد کې د یو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شوي دي.

یاد سازمان د دغه اعدام شوي افغان نوم «حضرت اسحاق‌زی» ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی د فراه ولایت اوسېدونکی و. 

د هه‌نګاو د راپور له مخې چې حضرت اسحاق‌زی د نشه‌یي توکو په جرم اعدام شوی دی. 

د ایران پر بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې چې د روان میلادي کال پیله تر اوسه په ایران کې ۶۰ افغانان اعدام شوي دي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو له ایرانه غوښتي وو چې د دوی بندیان افغانستان ته وسپاري، خو ایران تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

دا اعدامونه داسې مهال کېږي چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل هم په بې‌سارې توګه زیات کړي او له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې یې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال را ایستلي دي.

د ویلو ده چې په ایران کې د اعدام سزا ته وخت ناوخت پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو غبرګونونه ښودلي له دوی یې غوښتي چې له دې سزا لاس واخلي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه