د ا.ا بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم د چین له سفیر «ژاو سینګ» سره په کتنه کې د افغانستان او چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، ضیا احمد په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو په پیاوړتیا بحث شوی. دوکتور نعیم د چین او افغانستان اړیکې ژورې او تاریخي وبللې، د چین له مرستو یې مننه وکړهاو د واحد چین د اصل پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د محمد نعیم له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له هېڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.
سرچینې لیکلي: “د چین سفیر، ژاو شینګ د اسلامي امارت د اصولي دریځ ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې چین د افغانستان ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی لري او هم له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو غوښتونکی دی.”
د ا.ا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د چين سفير د پاکستان او افغانستان وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي چې ستونزې بايد د تفاهم او خبرو له لارې حل شي نه د جنګ او جګړې له لارې.


