د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر، احمدالله زاهد هند ته د سفر پرمهال په نوي ډیلي کې د دې هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر «جتین پرساد» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سه شنبه، تلې ۲۲مه) په اعلامیه کې ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر او د هند د صنعت او سوداګرۍ وزیر، جتین پرساد د افغانستان او هند ترمنځ د ځینو سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځتهکېدو هوکړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اېکسپاڼه لیکلي چې په غونډه کې د ګډې سوداګرۍ کمیټې په جوړولو هم هوکړه شوې ده.
ښاغلي زاهد له هندي سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي د هندي صنعتونو له استازو سره په یوه غونډه کې ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې حجم شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته رسیدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو لپاره شرایط برابر دي.
هغه د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوو غوښتنه هم کړې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون له غړو سره په ګډه غونډه کې ویلي: “په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره ده.”
په دې غونډه کې د هند د خصوصي سکتور استازو ټینګار کړی چې د سوداګرو لپاره د ویزو ورکولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لیږد اسانتیا مسله د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.
دوی د ویزو ورکولو پروسې بیاکتنې او د توکو د ټرانزیټ لارې د ښه تنظیم غوښتنه کړې، ترڅو په افغانستان کې د هندي شرکتونو اقتصادي پروژې ونه ځنډول شي.


