خانهافغانستان"د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شري واکسین کمپاین تطبیق شوی"

“د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شري واکسین کمپاین تطبیق شوی”

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شري واکسین پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شوی او له شپږ کلنۍ تر لس کلنۍ شاوخوا ۸٫۳ میلیون ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دا کمپاین په کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان او سرپل ولایتونو کې تطبیق شوی دی.

د اعلامیې له مخې چې دا کمپاین د روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ملي پروګرام د GAVI نړیوال اتحاد په مالي ملاتړ او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په تخنیکي همکارۍ سره جوړ شوی دی. 

روغتیا وزارت ویلي چې دا لاسته‌راوړنه د شري ناروغۍ پر وړاندې د هېواد د ماشومانو د روغتیا خوندیتوب او معافیت لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې کمپاین دوهم پړاو به ډېر ژر د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې پیل شي؛ تر څو ټول وړ ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راشي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې چې تر ډېره پرې ماشومان اخته کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه