خانهافغانستانسرچینه: ا.ا درې ځله د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د...

سرچینه: ا.ا درې ځله د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ویزو غوښتنه رد کړې

یوې باوري سرچینې خامه پرېس ته ویلي، چې ا.ا په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو مشر عاصم ملک او دوو نورو جنرالانو درې ځله افغانستان ته د راتګ لپاره د ویزو غوښتنه رد کړې ده.

یوه باوري سرچینې نن(دوشنبه، د تلې ۲۱مه) خامه پرېس سره په خبرو کې ویلي، ا.ا پاکستاني ځواکونو سره د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې له درنه نښتې وروسته په تېرو درېیو ورځو کې درې ځله افغانستان ته د راتګ لپاره د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ویزو غوښتنه رد کړې ده.

په دغه پلاوي کې  دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو مشر عاصم ملک او دوو نورو جنرالان شامل دي.

باید وویل شي چې د ا.ا ځواکونو پر کابل کې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې د فرضي کرښې تر څېرمه د پاکستان پر پوستو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې له ۵۰ ډېر پاکستاني سرتېري ووژل شول.

له جګړې وروسته د ا.ا ویاند، مولوي ذبیح.الله مجا.هد په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې دا بریدونه یې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې کړي او خبرداری یې ورکړی چې که بیا ځلي پر افغان خاوره برید وشي، تر دې له سخت عکس‌العمل سره به مخامخ شي. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه