خانهافغانستاناتحاد هوایي شرکت خپلې الوتنې بیا پیلوي

اتحاد هوایي شرکت خپلې الوتنې بیا پیلوي

د اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی، چې د لیندۍ په میاشت کې به د ابوظبي او کابل ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.

دغه هوايي شرکت د تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۲۰مه) اعلان وکړ چې په اوونۍ کې به د ایربس A320 الوتکو په کارولو سره درې الوتنې ترسره کړي.

د اتحاد اجرایوي رییس انتونوالډو نیویس وویل: “کابل د اتحاد د ستراتیژۍ یو مهم ګام دی چې د ابوظبي څخه د څلورو ساعتونو دننه بازارونو ته لاسرسی پراخوي. دا الوتنې به د سوداګرۍ، پانګونې او کورنۍ اړیکو پیاوړتیا کې مرسته وکړي.”

ټاکل شوې ده چې الوتنې د لیندۍ ۱۷مه پیل شي او په اونۍ کې درې ځله، د سې‌شنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو کې فعالیت وکړي.

د اتحاد هوايي شرکت د ۲۰۲۱ کال په اګست(د جمهوریت نسکورېدو) کې خپلې الوتنې وځنډولې وې.

د کابل هوايي ډګر له بیا پرانستلو راهیسې، یوازې محدود شمېر هوايي شرکتونو، لکه فلای دوبۍ او ترکش ایرلاینز، الوتنې بیا پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د خلیج د یو لوی هوايي شرکت بېرته راستنېدل د امنیتي شرایطو د ثبات او د افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د تدریجي بېرته راستنېدو لپاره د هیلې نښه ده.

په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګرۍ شورا د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، چې دا د هوايي شرکتونو لپاره افغانستان ته د الوتنو پیل کولو لپاره یو هڅونه ګرځېدلې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه