خانهنړۍبریتانیا د غزې له خلکو سره ۲۷ میلیون ډالر مرسته کوي

بریتانیا د غزې له خلکو سره ۲۷ میلیون ډالر مرسته کوي

د بریتانیا حکومت ویلي چې دوی د غزې د خلکو د ژوند ښه‌کولو لپاره ۲۷ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر «کي‌یر سټارمر» ویلي چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او د ناروې کډوالو شورا په وسیله د خوراکي او روغتیايي توکو د چمتو کولو په برخه کې مصرف شي.  

دا په داسې حال کې ده چې تازه په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند ټینګ شوی او نن د مصر په شرم‌الشیخ کې د ۲۰ هېوادونو په ګډون دا هوکړه لاسلیک کېږي.

بلخوا د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې هلته د جګړې له پیله تر اوسه ۶۷ زره ۸۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۰ زره ۶۶ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې چې په غزه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې  ۱۲۴ مړي له خاورو را ایستل شوي  او ۳۳ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو مرستندوی اژانس «آنروا» ویلي چې له اوربند سره سره زرګونه فلسطینیان له سختې لوږې سره مخ دي.

د ویلو ده چې پرون غزې د ځینو بندرونو له لارې غزې ته په بشري مرستو بار شاوخوا ۴۰۰ لارۍ روانې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه