خانهافغانستاند کرکټ ملي لوبډلې له هېواده د دفاع غږ پورته کړی

د کرکټ ملي لوبډلې له هېواده د دفاع غږ پورته کړی

د ا.ا ځواکونو پر کابل کې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې د فرضي کرښې تر څېرمه د پاکستان پر پوستو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې له ۵۰ ډېر پاکستاني سرتېري ووژل شول. دغې درنې جګړې ته په غبرګون کې ګڼو ملي لوبغاړو په ټولنیزو رسنیو کې یې له هېواده د دفاع غږ پورته کړی، د سوکالۍ، پرمختګ هیلې یې څرګندې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ورستۍ جګړې ته د ګڼو افغانانو ترڅنګ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم غبرګون شودلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس، میرویس اشرف ویلي: «اې خدایه! دا خاوره د سولې، پرمختګ او د ولس د یووالي مثال وګرځوه، او د افغانستان نوم دې تل د عزت، غیرت او بریا په صف کې وځلېږي».

د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم دې جګړې ته په اشاره تېره شپه ناوخته پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي:« دا وطن افغانستان دی، دا عزت د هر افغان دی.»

همداراز محمد نبي لیکلي: «د هر هغه دښمن پر وړاندې دې یو موټی، یو زړه او یو غږ واوسو، چې زموږ د وطن د سوکالۍ خلاف دي.»

ورته مهال رحمن‌الله ګربز او عظمت‌الله عمرزي هم د هېواد د سوکالۍ او د افغانانو د یووالي هیله کړې ده.

باید وویل شي چې ملي اتلو لوبغاړو له خپلو دغو پیغامونو سره د کابل او یو شمېر ولایتونو انځورونه هم خپاره کړي، د دوی دغه پیغامونه د ډېرو افغانانو لخوا ستایل شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه