خانهافغانستانا.ا د هېواد اقتصادي وده کې د سوداګرو ښځو پر مهم رول...

ا.ا د هېواد اقتصادي وده کې د سوداګرو ښځو پر مهم رول ټینګار کړی

د ا.ا ریس‌‌الوزرا د دفتر ریس مولوي عبدالواسع نن د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي سره کتنې کې د هېواد اقتصادي وده کې یې د افغان سوداګرو ښځو فعالیتونو د پام وړ بللي دي.

د ارګ نن له غرمې مخکې (یکشنبه، د تلې ۲۰مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ا.ا ریس‌الوزرا د دفتر ریس مولوي عبدالواسع نن د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي سره کتلي دي.

مولوي عبدالواسع د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې پلاوي پر وړاندیزونو د غور ډاډ ورکړی او په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو ښځو فعالیتونو د پام وړ بللي دي.

کتنه کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د ونډې زیاتولو په برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي د متشبثو او سوداګرو ښځو ستونزو ته د ا.ا د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه، او په اقتصادي فعالیتونو کې یې د ښځو رول زیاتولو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

د ریاست‌الوزرا دغه مقام د ښځو او صنایعو خونې مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینې سربېره په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو او سوداګرو ښځو فعالیتونه پام وړ وبلل.

په دغې کتنې کې ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه