نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا د تېرو دوو ورځو بریدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس نن(یکشنبه، د اکټوبر ۱۲مه) خبر ورکړی، چې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو او توپونو په بریدونو کې د الفاشر ښار یو پناه ځای په نښه کړی دی.
دغه بریدونه د الفاشر ښار د جمعې ماښام او د شنبې سهار ترسره شوي دي.
دوی ویلي، د سوډان پر پوځ دې برید کې ۶۰ کسان وژل شوي او د اراېساېف ځواکونو د ملکي وګړو مرګژوبله یې رد کړې ده.
باید وویل شي د الفاشر ښار په دارفور کې د سوډاني پوځ وروستی مرکز دی، د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا محاصره شوی دی. خو پوځ هڅه کوي چې د سیمې کنټرول وساتي.
د راپورونو له مخې، په ښار باندې د بې پیلوټه الوتکو او توپخانې دوامداره بریدونو د ښار د اوسېدونکو ترمنځ لوږه او ناروغۍ رامنځته کړې او زیاتې عامه ادارې په نښه شوي دي.
د الفاشر مقاومت کمیټو تر دې مخکې په یوه بیان کې ویلي وو: “جسدونه د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او ځینې یې، د ماشومانو، ښځو او لویانو په ګډون، د سرپناه په کاروانونو کې ژوندي سوځول شوي دي.”
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال اپرېل راهیسې د سوډان پوځ او د د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړې کې څه باندې ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.


