تېره شپه په یو شمېر ولایتونو کې د فرضي کرښې تر څېرمه د افغان او پاکستاني پولهساتو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې له امله یې د پاکستاني لوري یو شمېر پوستې ویجاړې او لسګونه پولهساتي ځواکونه یې ووژل شول. تازه قطر او سعودي عربستان دې نښتو ته غبرګون ښودلی او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت له افغان او پاکستاني لوري غوښتي چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ژبه غوره کړي او د اختلافاتو د مهارولو لپاره کار وکړي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د جګړې پرځای د ډيپلوماسۍ په وسیله د کړکېچ زیاتېدو مخه نیول کېږي او د سیمې امنیت او ټیکاو ساتل کېږي.
په ورته مهال د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ډیورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني پولهساتو ترمنځ نښتې ته اندېښمن ښودلې او ټینګار یې کړی چې مسایل باید د خبرو له لارې حل شي.
دغه وزارت په اعلامیه کې ویلي چې سعودي عربستان د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره له ټولو سیمهییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
خو بلخوا د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه د افغانستان اسلامي امارت وسلهوال ځواک د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکزونو غچاخیستونکي عملیات کړي.
اسلامي امارت ویلي چې دا عملیات د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کې شوي دي.
یاد وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي وسلهوال پوځ له خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.


