خانهافغانستانبدخشان: د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه تنه مړه...

بدخشان: د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه تنه مړه شوي

د بدخشان مسوولین وايي، چې په دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د تونل د نړېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د بدخشان مسوولین خبر ورکړی چې د شهدا ولسوالۍ دوه اوسېدونکي د ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د تونل د نړېدو له امله مړه شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وویل چې دا پېښه تېره ورځ(چهارشنبه، د تلې۱۶مه) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د ارغنجخواه ولسوالۍ د “ګولدره شیوه” په سیمه کې رامنځته شوه.

د هغه په ​​وینا، د پېښې قربانیان دوه وروڼه وو چې نور محمد او محمد رحمان نومېدل او د شهدا ولسوالۍ د پیتاو کلي اوسېدونکي وو چې د سرو زرو په کان کې بوخت وو.

ښاغلي کامګار زیاته کړه چې کله دوی کار کاوه، د خاورې یوه برخه یا “کندک” پر دوو کسانو راپرېوته، چې د دوی د مړینې لامل شوه.

مسوولینو زیاته کړه چې د پېښې وروسته د دواړو جسدونه بهارک ولسوالۍ ته لیږدول شوي دي.

د بدخشان په ځینو سیمو کې د خوندیتوب تجهیزاتو پرته د سرو زرو دودیز کانونه هر کال زیان اړوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه