د هرات مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو د ریل پټلۍ له لارې ټولټال ۴۴۶ زره ۴۳۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې په دې کې ۲۳۲ زره ۸ ټنه د تورغونډۍ له لارې او ۲۱۴ زره ۴۳۱ ټنه د خواف-هرات له لارې لیږدول شوي.
سرچینې لیکلي چې په انتقالاتو کې نفتي او غیرنفتي او نور سوداګریز توکي شامل دي.
بلخوا د باختر اژانس په راپور کې د ټولګټو وزارت د مسوولینو په حواله ویل شوي چې په دې موده کې ۱۵ زره ۸۳۸ ټنه سوداګریز توکي له دې دوو لارې بهر ته صادر شوي، او د صادراتو لویه برخه یې نرم مشروبات، د انارو جوس، د هندواڼو تخمونه، کچالو او وريجې ښودل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د اورګاډي له لارې د ترانسپورت او صادراتو زیاتوالي د کار نوي فرصتونه رامینځته کړي، ملي عاید یې زیات کړي او د هیواد لپاره یې اقتصادي ثبات ټینګ کړی دی.


