خانهافغانستان اروپايي ټولنې د روږدو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه...

 اروپايي ټولنې د روږدو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې «ویرونیکا بوسکوویچ» ویلي چې اروپايي ټولنه د روږدو د درملنې او راستنېدونکو افغانانو ته د کارموندې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

بوسکوویچ دا څرګندونې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي سره کتنه کې کړې او د کډوالو د پروسې پر مدیریت یې خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال له زلزله‌ځپلو او بېرته راستنېدونکو سره د یادې ټولنې له مرستو مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته له کلیو او ښارونو سلګونه زره په نشه‌يي توکو روږدي راټول او د درملنې په موخه ځانګړو مرکزونو ته ور پېژندل شوي دي. 

بلخوا له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري را ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي او ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو ورسره د مرستو ژمنې کړې دي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم د افغان کډوالو او روږدو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه