نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د اندونیزیا په «جاوا» ولایت کې د یو ښوونځي د چت نړېدو له امله ۵۰ زدهکوونکي مړه او ۱۳ نور لادرکه شوي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا پېښه د ودانۍ د غیرمعیاري جوړېدو له امله شوې او په قربانیانو کې ډېر یې تنکي ځوانان دي.
په راپورونو کې د اندونیزیايي چارواکو په حواله ویل راغلي چې هلته لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او تر دې دمه ۸۰ سلنه خاورې پاکې شوې دي.
د ویلو ده چې دا پېښه د «الخزیني» په نوم ښوونځي کې شوې او تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.
د راپورونو له مخې چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.
تر دې مخکې هم په ځینو هېوادونو کې د ورته پېښو له امله زرګونه کسانو ژوند بایللی دی.
د کارپوهانو په وینا چې د دا ډول پېښو ډېری لاملونه د ودانیو غیرمعیاري جوړل دي.
څو کلونه مخکې په ترکیه کې د یوې خونړۍ زلزلې له امله لسګونه غیرمعیاري ودانۍ نړېدلې وې چې له امله یې سلګونه کسانو ژوند بایللی و.


