خانهنړۍد اسراییلو او حماس پلاوي مصر ته روان شوي

د اسراییلو او حماس پلاوي مصر ته روان شوي

د اسراییلو او حماس پلاوي قاهرې ته تللي دي ترڅو د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان سره سم د اوربند او بندیانو تبادلې په اړه د مصر په منځګړیتوب سره ژورې خبرې‌اترې وکړي.

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې، په غزه کې د اوربند پورې د پاتې وخت په اړه یو راپور خپور کړی، لیکلي چې د اسراییلو د مذاکره کونکو یو ځانګړی پلاوی نن (یکشنبه، د اکتوبر ۵مه) مصر ته روان دی.

راپور کې راغلي: “مهم ساعتونه مخکې دي؛ نتانیاهو هیله لري چې د بندیانو د بیرته راستنېدو خبر به د اختر په پای کې اعلان شي. د اسراییلو پلاوی به مصر ته لاړ شي ترڅو په دې اړه د هوکړې په اړه بحث وکړي.”

 سکوت د یهودانو اختر دی، چې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۸ مه ماښام پیل کیږي او د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵ مه ماښام پورې دوام کوي. دا رخصتي د یهودانو له مهمو رخصتیو څخه یوه ده او معمولا د عامه رخصتیو او مذهبي مراسمو سره مل وي.

حماس د دغې ډلې د سیاسي دفتر د غړي خلیل الحیاح یوه نوې ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل دی چې د هغه انځور په قطر کې د حماس په دفتر د اسراییلو له برید راهیسې خپور شوی دی.

باید وویل شي، چې دا لا روښانه نه ده چې ایا ښاغلی الحیاح به په راتلونکو خبرواترو کې د فلسطیني ټیم مشري وکړي که نه.

خلیل الحیاح په قاهره کې د اسراییلي لوري سره د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو په خبرواترو کې هم مهم رول لوبولی دی.

ویل کیږي چې په مصر کې د خبرواترو لومړی پړاو به د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره د میکانیزم روښانه کول وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه د حماس لخوا د تړون “ځنډونه” نشي زغمی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه