د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دا سیالي به نن ماښام ۷ بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
دا لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانې لوبلړۍ کې تېره جمعه افغان لوبډلې په دوه وېکټو یو ځل بیا ماته وخوړه.
د دغې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.
بنګله دېش دغه هدف د لوبې وروستي اور په لومړي توپ د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د کرکټ لوبې افغان مینوالو لخوا پر لوبډلمشر نیوکه وشوه، دوی وایي، راشد خان خپل شپږ بالران سم ونشو لوبولی، خو د بنګله دېش لوبډلمشر جاکر علي بیا خپل ۵ بالران ډېر ښه ولوبول.
د دې نیوکې یو بل اړخ په لوبډله کې د لوبغاړو انتخاب او لوبول هم په ګوته شوي دي.
باید وویل شي چې افغان لوبډلې په وروستیو شپږ شل اوریزو سیالیو کې یوازې یوه بریا لري او دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له خپل کوره بهر افغانستان ته شل اوریز لوبلړۍ کې ماتې ورکوي.
د یادولو ده چې له دې لوبو وروسته ملي لوبډله لبنګله دېش سره د پنځوس اوریزو لوبلړۍ هم لري.


