خانهافغانستاند کونړ زلزله‌ځپلو د سرپناه ستونزې؛ قطر مېشتو افغان سوداګرو نغدي مرسته...

د کونړ زلزله‌ځپلو د سرپناه ستونزې؛ قطر مېشتو افغان سوداګرو نغدي مرسته رالېږلې

د ا.ا د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د قطر مېشت افغان سوداګرو ۲۶ زره ۳۰۰ ډالره نغدي مرسته رارسول شوې ده.

دې ادارې ویلي چې د افغان سوداګرو دا نغدي مرسته په قطر کې د اسلامي امارت د سفیر، محمد سهیل شاهین له لوري دوی ته سپارل شوې ده. 

سرچینې لیکلي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې عمومي رییس، نورالدین ترابي له سهیل شاهین سره په کتنه کې د زلزله‌ځپلو لپاره د نورو مرستو پر جلبولو هم خبرې کړې دي. 

تر دې مخکې هم ځینو هېوادونو او ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو او سوداګرو د کونړ له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې کړې وې.

په ورته مهال د کونړ زلزله‌ځپلو رسنیو ته ویلي چې دوی دا مهال د سرپنا له جدي ستونزو سره مخ دي او د سږني ژمي تر راسېدو مخکې باید د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وشي. 

د راپورونو له مخې چې هلته لا هم ډېرې ځپل‌شوې کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي. 

خو اسلامي امارت بیا ویلي چې د زلزله‌ځپلو لپاره د معیاري سرپناه‌وو د برابرولو هڅې پیل شوې دي. 

څه موده مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړې توګه کونړ یوې خونړۍ زلزلې ولړزول چې له امله یې نږدې دوه‌نیم زره کسان مړه او شاوخوا درې‌نیم زره نور ټپيان شول. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه