د ا.ا پوهنې وزارت ویلي چې د سږ کال په تېرو شپږو میاشتو کې په یاد ولایت کې د ۱۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ودانۍ د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو ودانیو ۱۶۰ میلیون افغانۍ مصرف شوی او په جوړېدو سره یې ۱۲ زره زدهکوونکي د زدهکړو له مناسب چاپېریال برخمن شوي دي.
سرچینې دا هم لیکلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په یاد ولایت کې د شاوخوا ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ۶۱ نورو رغنیزو پروژو چارې هم پیل شوې دي.
بلخوا د لوګر اوسېدونکي د دغو ودانیو پر جوړېدو خوښ دي، خو هلته د نورو ورته پروژو د پلېکېدو غوښتنه هم کوي.
له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وې.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو کې زدهکوونکي د ښوونځیو ودانیو د نشتون له وجې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.


