د بلجیم د پناهغوښتنې او کډوالو وزیرې انلين ون بوسویت ویلي، دي چې دغه هېواد یې غواړي د ا.ا سره د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه خبرې وکړي چې په بلجیم کې په ناقانونه توګه ژوند کوي یا یې جرمونه کړي دي.
د بلجیم مېشتې یوې رسنۍ د راپور له مخې، د هېواد د پناهغوښتنې او کډوالو وزیرې ویلي دي چې په ډیپلوماټیکه کچه، بروکسل باید په دې مسله کې د اوسني افغان حکومت سره د عملي اړیکو څرنګوالی وپلټي.
میرمن وان بوسویت زیاته کړه چې هغه به له اروپایي اتحادیې څخه وغواړي چې خپل هېواد ته د ځینو افغان اتباعو د بېرته راستنېدو لارې چارې ولټوي. د هغې په وینا، د افغانستان له حکومت سره خبرېاترې او اړیکه به یوازې “تخنیکي همکاري” وي ترڅو هغه افغانان وپېژني چې بلجیم غواړي بېرته وباسي.
په ورته وخت کې، جرمني دا هم ویلي، چې په راتلونکي کې، هغه پناهغوښتونکي چې جرمونه یې کړي دي “په منظم ډول او پرته له منځګړو” افغانستان ته راستانه شي. هغې ټینګار وکړ چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د ا.ا له چارواکو سره هوکړه اړینه ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر په وینا، د پناهغوښتونکو د ایستلو یوازینۍ معیار د جرم ترسره کول نه دي. هغه ټینګار وکړ: “هغه کسان چې په ټولنه کې مدغم شوي او کار کوي، په جرمني کې د پاتې کېدو چانس لري. د پاتې نورو لپاره، موږ د هېواد پرېښودو مکلفیت پلي کولو په لټه کې یو.”


