د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانې لوبلړۍ کې تېره شپه افغان لوبډلې یو ځل بیا ماته وخوړه. افغان لوبډلې په وروستیو شپږ شل اوریزو سیالیو کې یوازې یوه بریا لري او دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له خپل کوره بهر افغانستان ته شل اوریز لوبلړۍ کې ماتې ورکوي.
د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې تېره شپه(جمعه، د تلې ۱۱مه) افغان لوبډلې په دوه وېکټو ماته وخوړه.
د دغې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.
بنګله دېش دغه هدف د لوبې وروستي اور په لومړي توپ د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د بنګله دېش لخوا نورالحسن ۳۳ او لوبډلمشر جاکرعلي ۳۲ منډې جوړې کړې.
د افغان ملي لوبډلې لپاره یوازې عظمتالله عمرزي څلور او لوبډلمشر راشد خان ښه وځلېدل، او د دوه بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.
دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش له خپل کوره بهر افغانستان ته شل اوریز لوبلړۍ کې ماتې ورکړه.
د کرکټ لوبې افغان مینوالو لخوا پر لوبډلمشر نیوکه وشوه، دوی وایي، راشد خان خپل شپږ بالران سم ونشو لوبولی، خو د بنګله دېش لوبډلمشر جاکر علي بیا خپل ۵ بالران ډېر ښه ولوبول.
د دې نیوکې یو بل اړخ په لوبډله کې د لوبغاړو انتخاب او لوبول هم په ګوته شوي دي.
له توپ اچونې هخوا، د افغانستان توپوهنې کې هم خورا زیاتې ستونزې رامنځته شوي دي.
پیلیز لوبغاړی رحمنالله ګربز ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره ۱۳ لوبو کې لا نیمه سلیزه نه ده جوړه کړې.
د تېرې شپې ماتې سره افغانستان یواځې لوبه نه، بلکې لوبلړۍ هم وبایلله، چې د یو شمېر خلکو په وینا دا کومه معمولي خبره نه ده.
له دې سره د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب له بنګله دېش څخه د وروستۍ ماتې وروسته پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي:« که چیرې تاسې مونږ په بایلاتو کی نه تشویق کوی نو بیا هیله ده په ګټلو کی مو هم مه تشویق کوئ، لوبه کی ګټل بایلل راځی کرکټ کی ښی او بدې ورځې هر چیرته وي پرون پورې همدا لوبغاړو ستاسو اتلان ول خو نن متاسفانه د یوسو لوبو بایللو نه وروسته اورپسی بد رد وایی او تر فامیل پوری سپکاوی اورته کوی .که د بایللو د لید توان نه لری، نو هیله ده ګټل هم مه ګوری بیا او یا مو احساسات کنټرول کې وساتۍ.»
باید وویل شي چې په درې اړخیزه لوبلړۍ او اسیا جام کې د ښه نه ځلېدلو وروسته هیله دا وه چې د بنګله دېش پر وړاندې سیالیو کې به هماغه نیمګړتیاوې نه تکراریږي.


