د دایکندي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د یو موټر چپهکېدو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې ویلي چې دا پېښه پرون (جمعه) او لامل یې د چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې پېښه کې یوه ۱۹ کلنه پېغله مړه شوې او پنځه ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله وخت ناوخت د نارینهوو په ګډون ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د ۸ زره جي پي اېس الو د نصب خبر هم ورکړی و.


