خانهافغانستانهېواد کې د شري واکسین کمپاین پیل شو 

هېواد کې د شري واکسین کمپاین پیل شو 

عامې روغتیا وزارت وايي چې د یاد وزارت له لوري د شري نارغۍ د مخنیوي په موخه د شري واکسین ملي کمپاین پیل شوی دی.  

سرچینې لیکي چې دا کمپاین به په ټول هېواد کې په دوو پړاوونو کې تطبیق ش، چې په لومړي پړاو کې یې ۱۷ ولایتونه (کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان، سرپل) شامل دي.

ویل کېږي چې د شري واکسین دویم پړاو کې یې پاتې ۱۷ ولایتونه شامل دي، چې له شپږو میاشتو څخه تر لس کلونو عمر لرونکي ماشومان به ورکې واکسین شي.

عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “هغه ماشومان چې د شري ناروغۍ پر وړاندې نه وي واکسین شوي، زیات احتمال شته چې په دې ناروغۍ اخته شي د ماشومانو له والدینو هیله کیږي چې خپل ماشومان په یاد کمپاین کې واکسین کړي؛ ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.”

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه