خانهافغانستاند پاچا خان عالي مفکورې نړیواله ورځ؛ «تاوتریخوالي ته د نه ویل»

د پاچا خان عالي مفکورې نړیواله ورځ؛ «تاوتریخوالي ته د نه ویل»

نن د اکټوبر دویمه نېټه د عدم تشدد د عالي مفکوري بنسټگر مهاتما گاندي او خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د فلسفې او تگلارې په پلې کولو بشریت ته ستر انساني خدمت تر سره کړ او دا یې ثابته کړه چې ازادي او عدالت ته رسېدل پرته له جگړې او تشدد څخه هم ترلاسه کېږي.

په ۲۰۰۷ کې د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلۍ کې د اکټوبر دویمه نېټه د هند د ازادۍ د تحریک مشر او د عدم تشدد د فلسفې سالار «موهنداس کرم چند ګاندي» زوکړې ورځ د عدم تشدد نړیواله ورځ(تاوتریخوالي ته د نه ویل) وټاکله.

مهاتما ګاندي په هندوستان کې په شلمه پېړۍ کې د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، امن او عدم تشدد یا تاوتریخوالي ته د نه ویلو کلتور عامولو او خوندي کولو لپاره مبارزه وکړه او د دغې مبارزې له لارې یې په ټوله نړۍ کې ځانګړی شهرت تر لاسه کړ.

د باچا خان اصلي نوم عبدالغفار خان و، او نژدې اته لسیزې د دې لپاره هلې ځلې کړې وې، چې په سیمه او په تېره پښتني ټولنه کې د تاوتریخوالي دود ختم کړي او خلک پوهنې او پرمختګ ته وهڅوي.

د پښتنو دغه ستوری خان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه په پېښور کې وفات او جنازه یې له هغه ځایه ننګرهار ته یوړل شوه او په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د پښتنو ځلانده ستوری فخر افغان خان عبدالغفار خان د عدم تشدد سرلاری او د ازادۍ ستر مبارز و.

نوموړی د استعمار، افراطیت سره د مبارزې، د انساني حقونو د تأمین، د ولسونو ترمنځ د یووالی، تعلیم او پرمختګ لپاره یې بې‌سارې او‌ نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د اکټوبر دویمه نېټه هر کال د هند په ګډون زیات شمېر هېوادونو کې په رسمي او غير رسمي توګه نمانځل کېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه