د افغانستان کرکټ لوبډله نن شپه بنګله دېش سره په شارجه کې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لوبو لړۍ پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې ملي لوبډله نن د ماښام په ۷:۳۰ بجو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې بنګله دېش سره د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لوبو لړۍ پیلوي.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، له دغو دریو شل اوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پیل شي.
بنګله دېش سره د دغو لوبو په لاره اچول د نړیوال جام لپاره د چمتووالي برخه ده.
افغان لوبډلمشر راشد خان د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د سیالیو پیل خبري غونډه کې د کورني کرکټ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد کې د کرکټ پراختیا، د لوبغالو زیاتولی او د بهرنیو لوبغاړو لوبېدل کولی شي کورنی کرېکټ پياوړی او نوي استعدادونه پيدا کېدو لپاره غوره فرصت برابر کړيد.
یادولو ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
کریک انفو سایټ پر فیسبوکپاڼې لیکلي چې زیمبابوې کرکټ لوبډله به روانه اکټوبر میاشت کې له افغانستان سره د یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړي. دغه یوازېنۍ ټسټ سیالي به د اکټوبر ۲۰مه پیل شي.


