د ایران اړوند «ههنګاو» په نوم پر بشري حقونو د څار یوې ادارې په یاد هېواد کې د ۱۰ افغانانو د اعدامېدو خبر ورکړی دی.
دې ادارې تېره شپه راپور ورکړی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ایران کې لس افغانان اعدام شوي چې یوه پکې «حدیقه ابادي» نومېږي چې د نشهيي توکو د کاروبار په تور اعدام شوې ده.
ههنګاو ادعا کړې چې په تېره یوه میاشت کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې ۱۸۷ زندانیان اعدام شوي چې په دې لس افغانان شامل دي.
د یادولو ده چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو، لکه نشهيي توکو کاروبار، قتل، جاسوسي او… په تور د افغانانو اعدامول په بېسارې توګه زیات شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له ایران سره په دې تړاو ناستې کړې او ترې غوښتل شوي چې افغان بندیان باید افغانستان ته وسپارل شي.
هاخوا بیا د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو له ایراني حکومته غوښتي چې هلته د اعدام سزا ته د پای ټکی کېږدي، خو د ایران محکمو د مجرمانو لپاره دا سزا جاري او بېړنۍ ساتلې ده.


