د هند کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله. د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د پاکستان پر وړاندې د کرکټ دغه بریا د « سندور عملیات» سره یو شان وګڼله او ویلي یې دي، چې “پایله هماغه ده – هند بریالی شو.”
د اسیا جام روانو سیالیو پایلوبه تېره شپه(یکشنبه، د سپټمبر ۲۸مه) د هند او پاکستان ترمنځ وشوه چې پاکستان پکې د هند لوبډلې ته ۱۴۷ منډې هدف ټاکلی و او د هند لوبډلې یاد هدف د پنځو ویکټو په زیان په وروستي اور کې بشپړ کړ.
د لوبې پچه د هندي لوبډلمشر وګټله او د توپاچونې پرېکړه وکړه.
په توپوهنې کې د پاکستان لپاره فرحان صاحبزاده په ۳۵ توپونو پنځوسېزه پوره کړه. او له ۵۷ منډو جوړولو وروسته په نهم اوور کې یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
د لسو اوورنو په لوبولو پاکستان ۸۷ منډې لرلې او یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، چې دا په روان جام کې د پاکستان لخوا ترټولو غوره پیل و، خو پاکستانۍ لوبډلې وروسته یو په بل پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او هند ته یې ۱۴۷ منډې هدف کېښود.
هند د نورو ورځو خلاف ښه لوبه پیل نه کړه، په څلورو اوورنو کې یې تر ټولو مهم بریدګر توپوهونکي له لاسه ورکړه، خو وروسته یې لوبه کنټرول لو بریا یې په خپل نوم کړه.
له دغې سترې بریا وروسته هند د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرکټ اسیايي شورا مشر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له اخېستو ډډه وکړه.
د هند لوبدأمشر سوریا کمار یادوف وویل، چې داسې کوم شی یې په خپل ژوند کې نه و لیدلی. ده او زیاته کړې یې ده چې له نقوي څخه د ټرافي د نه ترلاسه کولو پرېکړه د هندي لوبغاړو پرېکړه وه.
د هندۍ لوبډلې دغه کړنې د کرکټ لوبې یو شمېر ډېرو خلکو لخوا غندل شوې هم ده.
د هند کرکټ بورډ ویلي، نقوي د اسیا کپ جام او مډال له ځان سره وړي او باید یې ژر د هند کرکټ بورډ ته وسپاري.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودی د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له پاکستانه د لوبې ګټلو له امله خپلې لوبډلې ته مبارکۍ په دې توګه وکړه.
“د سندوور عملیات د لوبو په ډګر کې ـ پایله هماغه ده – هند بریالی شو، ـ زموږ کرکټرانو ته مبارکي.”
باید وویل شي چې د سندور عملیات نوم هغو بریدونو ته کارول شوی چې د هند حکومت د کشمیر د پهلګام سیمې پر سېلانیانو د برید په غبرګون کې ترسره کړل.


