خانهافغانستانتېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۴ زره...

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وايي چې له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو بندروو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د ميزان تر ۳مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۴۱۷۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۰۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۵۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۷۷۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۷۹۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۰۴۱۷۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۹۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.”

ټولګټو وزارت همداراز ویلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه