خانهنړۍامریکا کې پر یوې کلیسا د برید له امله ۱۲ کسانو ته...

امریکا کې پر یوې کلیسا د برید له امله ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د امریکا «میشیګان» ایالت په ګرېنډ بلانک ښارګوټي کې پر یوې کلیسا د برید له امله څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې پېښه پرون (یکشنبې) شوې او یو کس د کلیسا له دېوال سره خپل موټر ټکر کړی او بیا یې پر خلکو ډزې پیل کړې دي.

د فاکس نیوز په راپور کې ویل شوي چې بریدګر کلیسا ته له ننوتو سره سم ودانۍ ته اور اچولی او هلته یې پر هر چا ډزې کړې دي. 

ویل کېږي چې بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوی دی. 

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر دې پېښه خواشیني ښودلې او په اړه یې د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی او کوم لوري یې مسوولیت هم نه دی منلی. 

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکا کې وسله‌وال بریدونه په بې‌سارې توګه زیات شوي چې ډېری له بیروبار په ډکو ځایونو کې کېږي او خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه