خانهنړۍله ۳۰ ورځني ځنډ وروسته پر ایران د بندیزونو لګول بیا پیل...

له ۳۰ ورځني ځنډ وروسته پر ایران د بندیزونو لګول بیا پیل شوي 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې پر ایران له ۳۰ ورځني ځنډ وروسته یو وار بیا د بېلابېلو بندیزونو لګول پيل شوي دي.

دا بندیزونه نن د «ماشې میکانیزم» په نوم په اتومات ډول پر ایران فعال شوي دي.

د دې پرېکړه‌لیک له مخې چې په بهر کې د ایران شتمني به بیا ځلي کنګل، تهران سره د وسلو معاملات به بند او د بالستیک توغندیو پراختیا برنامه به هم وننګول شي.

په راپورونو کې د دغو بندیزونو لاملونه له  نړیوالې اټومي انرژۍ سره د ایران نه‌همکاري او له امریکا سره د مخامخ خبرو ځنډول ښودل شوي دي.

د ویلو ده چې دا بندیزونه د بریټانیا، فرانسې او جرمني هېوادونو په غوښتنه د ملګرو ملتونو له لوري بیا لګول کېږي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې د اټومي انرژۍ په برخه کې د خبرو لپاره د امریکا پر مذاکراتو شکمن دي او هغوی (امریکا) په دې برخه کې رښتیني نه دي. 

تر اوسه دا ده روښانه شوې چې دا بندیزونه به پر ایران څه ډول اغېز ولري، او کومې برخې به یې زیاتې وځپل شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه