د ا.ا کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د ننګرهار په شیرزادو، خوږیاڼو او بټي کوټ ولسوالیو کې ۲۶،۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۵ شبکو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو شبکو کې د (۵) ژورو څاګانو کیندل، د (۲۰، ۴۰ او ۸۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو (۷) ذخیرو جوړول، د (۳۰،۲) کیلو مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۶۵۲) شیردهنونو او (۱۰۲) سولر تختو نښلول شامل دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې د یادو شبکو د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړیو ولسوالیو (۱۷۵۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې دا شبکې د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري جوړېږي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو د لسګونه ورته شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بېبرخې دي.


