خانهافغانستان"افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري"

“افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري”

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان اوسمهال له ۸۰ ډېرو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري. 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي ویلي چې له تېرو ۳ څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې د تولیدي کارخونو شمېر زیات شوی دی. 

د عزیزي په وینا چې په تېرو څلورو کلونو کې دا شمېر له درې‌نیم زرو څخه  شپږ نیم زور ته لوړ شوی دی. 

د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې هم ویلي وو چې افغانستان دا مهال له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې ده.

بلخوا یو شمېر نورو هېوادونو هم په وروستیو کې له افغانستان سره راکړه ورکړه او د سوداګریزو پلاوو سفرونه زیاته کړي دي. 

اوزبکستان، ایران او یو شمېر هغه هېوادونه دي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې له اسلامي امارت سره اړیکې زیاتې کړې دي. 

بلخوا د اسلامي امارت یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستان سره د اړیکو د پراخېدو خبرې کړې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه