په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په دوام، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دې تړانګې په اړه د منځني ختیځ له هېوادونو سره جدي خبرې پیل شوې دي.
د رویټرز په راپور کې د امریکا ولسمشر په حواله ویل شوي چې د غزې په اړه د منځني ختیځ هېوادونو سره له خبرو څخه حماس لوری هم باخبره دي.
ټرمپ ویلي چې له هېوادونو سره دا خبرې به په غزه کې د وضعیت تر ښهکېدو پورې دوام ولري.
د امریکا ولسمشر، ډونال ټرمپ تر دې مخکې د ګڼشمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم د غزې په اړه خبرې کړې وې.
بلخوا له تېرو څو ورځو راهیسې اسرائیلو په غزه کې د جګړې پراخېدل پیل کړي چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان وژل کېږي.
د ویلو ده چې په غزه کې د اسرائیلو بریدونه وخت ناوخت په نړیوال کچه غندل شوي او په ډېرو مواردو کې د اسرائیلو له لوري سلوژنه بلل شوې ده.


