د نورستان د مرکز «چتراس» ولسوالۍ کې د غر ښویېدو له امله د نورستان-کنړ سړک پروژې لږ تر لږه دوه کارګران مړه شول او دوه نور ټپیان دي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وویل چې دا پیښه نن (چهارشنبه، د تلې ۲مه) رامنځته شوه.
د دغه ویاند په خبره، د ژغورنې ټیمونه په چټکۍ سره د پیښې ځای ته واستول شوي او د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
هغه زیاته کړه چې د غر ښویېدنه د بې ثباته ځمکې او د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې، او کېدای شي چې په سیمه کې ورته غر ښویېدنې رامنځته شي.
سیمه ییزو مسوولینو له کارګرانو څخه غوښتنه کړې چې د غر ښویېدنې له خطر سره مخ سیمو څخه ډډه وکړي او د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي. دې پیښې یو ځل بیا وښودله چې د نورستان په غرنیو سیمو کې ساختماني پروژې له ډېری طبیعي خطرونو سره مخ دي.
د ځانګړو تجهیزاتو سره د ژغورنې ټیمونه د ورکو شویو کسانو په لټه کې دي او ټپیانو ته مرستې چمتو کوي. مسوولینو ژمنه کړې چې د ورته پیښو مخنیوي او د کارګرانو خوندیتوب زیاتولو لپاره اړین اقدامات وکړي.


