هر کال د سپټمبر ۲۳مه د پښتنو کلتوري ورځ په نامه، د پښتنو ترمنځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي، په دې ورځ خلک نړۍ ته د پښتنو د کلتور ورښودلو هڅه کېږي او په اړه یې غونډې او ناستې پاستې هم جوړوي.
تېره ورځ د سپټمبر ۲۳مه د پښتنو کلتوري ورځ وه، چې د په ټولنیزو رسنیو کې هم یو زیات شمېر کارونکو لیکنې او د کلتور یاد په موخه له پښتني جامو سره ګڼ انځورونه خپاره کړل، خو له دې سره دا ورځ په افغانستان کې د کوم ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره ونه نمانځل شوه.
په ټوله کې د پښتنو کلتور په وفادارۍ، زړورتیا، ژبه، جامې، میلمه پالنه او نورو دودونو ټینګار کوي او دا هغه لارې چارې دي چې پښتانه یې له مخې خپل ژوند پرمخ بوځي.
له افغانستان هخوا تېره ورځ په پښتونخوا کې په ښوونځو او پوهنتونونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه او د مشاعرې غونډې جوړې شوې.
له دې سره پر ټولنیزو رسنیو هم د پښتنو رنګینو جامو، لنګۍ او ځانګړو جامو په ښودلو سره هم دې ورځ ته ښکلا ورکړل شوه.
که څه هم سږ کال په افغانستان کې د دې ورځ نمانځنه ونشو، خو په پښتونخوا، کراچۍ او نورو سیمو کې ولسونو دا ورځ په غونډو ونمانځله.


