د امریکا ولسمشر، ډونالډ له خپل اوکرایني سیال، ولادیمیر زلنسکي سره په کتنه کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د روسیې هغه جنګي او بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړي چې د دوی هوايي حریم ته ننوځي.
ټرمپ او زلنسکي دا کتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې کړې او د اوکراین جګړې په تړاو یې هم خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې چې ټرمپ همداراز د یو عربي هېوادونو له مشرانو سره هم کتنې کړې او پر روان وضعیت ورسره غږېدلی دی.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا ولسمشر به د غزې جګړې په تړاو د ځینو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره وویني .
بلخوا د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف ویلي چې د امریکا له ولسمشر سره یې په کتنه کې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
دا کتنې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې شوې، خو په ورته وخت کې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو پر اوسني وضعیت اندېښنې ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا سازمان جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.
خلیلزاد ویلي چې ملګري ملتونه د نړۍ د امنیت او سولې په ټینګښت کې ناکام شوی او که همداسې دوام وکړي، نږدې راتلونکي کې به په یوه عادي اداره بدل شي.


