د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن ویلي، چې د ا.ا د ریاستالوزرا مقام له حکم سره سم، بهرمېشتو افغانانو ته د اسانتیا په موخه په حضوري او غیرحضوري بڼه د تذکرو وېش بیې یې ټیټې کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن(سهشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) ویلي، چې له دې وروسته د بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان د استوګنې له اسنادو سره سم خپلې تذکرې په لاندې نویو ټاکل شویو بیو ترلاسه کولی شي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، هغه بهر مېشتي هېوادوال چې په حضوري بڼه دې ادارې ته مراجعه کوي، په هېواد کې د مېشتو نورو افغانانو په څېر ترې فیس اخیستل کېږي، خو که په غیرحضوري بڼه غواړي کاغذي تذکرې ترلاسه کړي او په ګاونډیو، د منځنۍ اسیا، هند او ترکیې هېوادونو کې استوګنه لري، له دې وروسته به د ۲۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای ۵۰ ډالره لګښت پرې راځي.
له دې سربېره هغه افغانان چې په غیر حضوري بڼه غواړي کاغذي تذکرې ترلاسه کړي او په روسیه، عربي او افریقايي هېوادونو کې استوګنه لري د تذکرې اخیستنې پر مهال د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۷۰ ډالره ورکوي. او که په امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو کې استوګنه لري د ۲۰۰ ډالرو پر ځای به ۱۵۰ ډالرو په بدل کې په غیرحضوري بڼه کاغذي تذکرې ورته ورکول کېږي.


