خانهنړۍقطر له نړیوالو غوښتي چې فلسطین په رسمیت وپېژني

قطر له نړیوالو غوښتي چې فلسطین په رسمیت وپېژني

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو کې د انګلستان، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال د اقداماتو ستاینه کړې او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو سره سم ورته اقدام وکړي.

 د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې د فلسطین پیژندل کولی شي په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي. هېواد ټینګار کړی چې د فلسطینانو د حقونو لپاره نړیوال ملاتړ به د سیمه‌ییز ثبات لپاره لاره هواره کړي.

پورته ذکر شوي هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له غونډې مخکې اعلان وکړ چې دوی فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی. قطر په نورو هیوادونو غږ کړی چې دا تعقیب کړي او نړیوالو اصولو او قوانینو ته خپله ژمنتیا وښيي.

د فلسطین د دولت د پېژندلو مسله د لسیزو راهیسې د فلسطین او اسراییلو په اړیکو کې یو له اصلي ننګونو څخه وه. تر دې دمه، د نړۍ ځینو هېوادونو دا دولت په رسمیت پیژندلی دی، په داسې حال کې چې نور لاهم د پریکړې په تمه دي. د هېوادونو له خوا د فلسطین رسمي پېژندنه نه یوازې یو سیاسي اقدام دی، بلکې د فلسطیني خلکو د حقونو د ټینګار او په منځني ختیځ سیمه کې د اوږدمهاله شخړو د حل لپاره یو مهم ګام هم دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه