خانهسپورتهند او پاکستان د اسیا جام په دویم پړاو کې نن یو...

هند او پاکستان د اسیا جام په دویم پړاو کې نن یو ځل بیا مخامخ کېږي

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن شپه هندۍ لوبډله یو ځل بیا د  پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې د دغه جام په خورا مهمه لوبه کې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. پاکستان خپلې لوبډلې ته روان‌پوه په دندې ګمارلی او سوریا کمار بیا خپلو لوبغاړو ته ویلي، چې پر لوبې تمرکز وکړئ د خلکو خبرو ته غوږ مه نیسئ.

د هند او پاکستان ترمنځ په زړه پورې سیالۍ نن ماښام ۷ بجې کېدونکې ده.

پاکستان تېره ورځ د هند پر وړاندې د کېدونکې لوبې خبري کنفرانس کې ګډون ونه کړ. او همداراز ویل شوي چې پاکستان د خپلې لوبډلې لپاره روان‌پوه هم په دندې ګمارلی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې ریفري یو ځل بیا انډي پایکرافټ دی. دغه ریفري تېرې لوبې کې هندۍ لوبډله پاکستان ته له لاس ورکولو څخه منع کړې وه، چې د پاکستان کرکټ بورډ یې پر وړاندې شکایت هم د کرکټ نړیوالې شورا ته کړی وه.

دې دواړو لوبلو د اسیا جام په لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې هم د سپټمبر په ۱۴مه لوبه کړې وه، چې د هند په ګټه پای ته رسېدلې وه.

د دې لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او د توپوهنې پریکړه یې وه. پاکستانۍ لوبډلې په خپلې توپوهنه کې ښه نه و ځلېدې او د نهو ویکټو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې هند ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.

د کمو منډو هدف هند ته د بریا لار اسانه کړه، د لوبې په دویمې پانۍ کې هند د دریو لوبغاړو په زیان په ۱۶ اور کې دا هدف پوره او پاکستان ته یې په لوی توپیر ستره ماته ور کړه.

باید وویل شي چې د اسیا جام دویم پړاو لومړنۍ لوبه کې تېره شپه د سریلانکا پر وړاندې د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه