د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د ا.ا او امریکا ترمنځ پیاوړې اړیکې به دواړو لورو ته ګټورې وي.
خلیلزاد په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مهال افغانان د ځینو خاصو لاملونو ته په کتو له امریکا سره پياوړې او نږدې اړیکې غواړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې یو ستر خنډ «بندیان» بللي دي، او ټینګار یې کړی چې د دغه خنډ له منځه وړل به د اړیکو په ټینګښت کې حیاتي رول ولوبوي.
زلمي خلیلزاد یو وار د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي چې دا مهال افغانستان ته ‘له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه د ګواښ لرلو په صورت کې’ له امریکا سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي حضور غوښتنه کړې ده، خو په غبرګون کې یې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو «ټرمپ» یو سوداګر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د بګرام اډې د ترلاسهکولو لپاره د تعامل هڅې کوي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم اسلامي امارت د بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ هیلې او غوښتنې «خوب او خیال» بللی و.


